زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/01/14 - 09:21:1
زيارة: 234
مشاركة مع الـأصدقاء

افغانستان سره د نویو اړیکو جوړولو په نیت راغلی ؤم
 افغانستان سره د نویو اړیکو جوړولو په نیت راغلی ؤم

انصار: (دمرغومی24مه)، د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر، مولانا فضل الرحمان ویلي افغانستان ته د مینې او محبت له پیغام سره د نویو اړیکو جوړولو په نیت راغلی و.

مولانا فضل الرحمان له ملي ټلویزیون سره په مرکه ویلي چې د سفر اصلي موخه یې د دواړو هېوادونو اړیکو ښه والي او د رامنځته شویو ستونزو حل وو.

نوموړي وویل کله چې طالبان واک ته ورسېده، دا یې خپله فریضه وبلله چې د مبارکۍ لپاره افغانستان ته سفر وکړي، خو موقع ورته نه برابرېدله.

د جمعیت علمای اسلام پاکستان له مشر مولانا فضل الرحمان او ورسره پلاوي کابل ته یکشنبه د مرغومي ۱۷مه ته راغلی او د خپل سفر په ترڅ کې یې د طالبانوحکومت له ګڼو چارواکو سره وکتل.

نوموړي همداراز ویلي چې سفر یې غیر رسمي یوازې د جمعیت اسلام ګوند لخوا و، خو د پاکستان حکومت یې خبر کړی و.

جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډ کلتور او ورورولي ټینګار سربېره وویل که دلته افغانان وایي چې پاکستان تل زمونږ پر ضد کار کړی نو هلته ورته خبرې د پاکستاني وګړي کوي.

کله چې له مولانا فضل الرحمان څخه د پاکستان لخوا په تېرو څلورو لسیزو کې د دې پوښتنه وشوه چې ولې یاد هېواد افغانستان پر ضد عمل کړی، نوموړي په یو ډول غوسې وویل چې پخوانیو ستونزو باندې خبرې کول نه غواړي او غواړي نوې اړیکې جوړې کړي.

د پاکستان دې مذهبې مشر ټینګار وکړ چې دطالبانو حکومت په عمل کې په رسمیت پېژندل شوی، او پاکستان یې ځکه په رسمیت نه پېژني چې نه غواړي په یوازې توګه عمل وکړي.

مولانا فضل الرحمان په همدې ډول وویل چې افغان کډوال د پاکستان مېلمانه دي، خو هېواد ته یې راستانه کېدو کې بده خبره نه ګوري.

که څه هم نوموړي د دې یادونه ونه کړې چې له ملا هبت الله سره هم لیدلي او که نه، خو سرچینو تایید کړي وو چې مولانا فضا الرحمان د طالبانو له مشر سره لیدلي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت هم ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خاورې به هیڅوک نه ګواښل کیږي او دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له بیا راتګ وروسته په پاکستان کې ناامني او ترهګریز بریدونه په چټکۍ سره زیات شوي دي.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/29595






*
*

*



قرأ

د سوریی په نښتو کې له زرو ډېر کسان وژل شوي دي


حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم